په فاریاب ولایت کي یوې ښځي ځان وژنه کړې

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کي یوې ښځي ځان ځړولی او ژوند یې بایللی.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله نوراني وايي، پېښه پرون د یادي ولسوالۍ په تخت اسان سیمه کي رامنځ ته سوې ده.
د هغه په وینا، دغه ښځي په خپل کور کي ځان راځړولی او د هغې د وژني لامل کورنی تاوتریخوالی وو.
په افغانستان کي په دې وروستیو کي د کورني تاوتریخوالي له امله ډېری ښځو او ځوانانو ځانوژني ته مخه کړې.