په فلوريډا کي د ميلټن سمندري توپان سخت مالي زیانونه اړولي دي

د میلټن په نوم سمندري توپان چي د درېیمې کټګورۍ توپان دی، د امریکا فلوریډا ایالت ته رسېدلی او د راپورونو پر بنسټ د څه باندي دوه میلیونو کورونو او نورو سوادګریزو او اقتصادي مرکزونو بریښنا يې پرې کړې ده.
له دې وړاندي د امریکا ولسمشر جوبایډن د فلوریډا ایالت له اوسېدونکو غوښتي وه چي له توپان مخکي د تخليې سپارښتني پلي کړي.
دغه توپان تېره شپه د تندو بادونو او شدید اروښتونو سره مل د فلوریډا ایالت ته ورسېدی.
د امریکا د توپانونو ملي مرکز د میلټن توپان یو له خطرناکو توپانونو بللی او ویلي یې دي شاوخوا درې میلیونه خلک د دې توپان له احتمالي ګواښونو او ویجاړۍ سره مخ دي.
د امریکا ولسمشر د دې هیواد جنوبي سواحلو ته د توپان د رسېدو له کبله جرمني او انګولا ته خپل سفرونه ځنډولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *