په قبایلي سيمو کي د ښوونځيو ويجاړول؛ يوه منظمه تګلاره؟

په قبایلي سيمو کي د ښوونځيو ويجاړول؛ يوه منظمه تګلاره؟
په قبایلي سيمو، په ځانګړي ډول په وزيرستان کي د ښوونځيو ورانول نور يوه تصادفي پېښه نه ده، بلکي د ډېرو شنونکو په اند د يوې اوږدمهالې پاليسۍ برخه ده. راپورونه ښيي چي د پاکستان پوځ په ځينو سيمو کي په مستقيم ډول د الوتکو له لاري د ښوونځيو ودانۍ بمباروي او په غير مستقيم ډول د ناامنو حالاتو او نامعلومو چاودنو له لاري تعليمي بنسټونه له منځه وړي.
وروستي مثالونه يې د سويلي وزيرستان په اعظم ورسک او د شمالي وزيرستان په شيوه سيمه کي ليدل سوي، چيري چي ښوونځي په بمونو والوزول سول. دا لړۍ يوازي د ودانيو تر ويجاړولو محدوده نه ده، بلکي د يوه نسل راتلونکی هم تر پوښتني لاندي راولي.

د پوځي ستراتيژۍ اړخ
د سيمي خلک باور لري چي د تعليم له منځه وړل د دې لپاره کېږي چي نوی نسل له پوهي بې‌برخي او په تيارو کي لوی سي. کله چي ښوونځی نه وي، فقر، بېکاري او فکري تشه زياتېږي. همدغه تشه بيا په اساني سره د افراطي ډلو له خوا ډکېږي، او ځوانان د بېلابېلو جنګي تنظيمونو ليکو ته جذبېږي. په دې توګه قبایلي سيمې يو ځل بيا د سيمه‌ييزو او نړيوالو رقابتونو د جګړو ډګر ګرځي.
اقتصادي تاوانونه

پوځي عملياتو او ناامنۍ قبایلي سيمو ته درانه اقتصادي زيانونه اړولي دي. کرنه، مالداري او کوچني کاروبارونه له سختو ضربو سره مخ سوي دي. بازارونه تړل سوي، لارې بندي سوي او د ورځني مزد کارګرانو عايد صفر ته نږدې سوی دی. ډېري کورنۍ چي پخوا يې په لږ عايد ژوند چلاوه، اوس د بېوزلۍ تر کرښي لاندي ژوند کوي.
سربېره پر دې، د کورونو ويجاړېدل، د زراعتي مځکو سوځېدل او د بنسټيزو تاسيساتو له منځه تګ د سيمې اقتصادي ملا ماته کړې ده. د تعليم له منځه تګ بيا دا اقتصادي بحران څو برابره ژوروي، ځکه بې‌تعليمه نسل د کار او مسلک له فرصته بې‌برخي کېږي.
وروستي مهاجرتونه

ناامنۍ او بمباريو زرګونه کورنۍ دې ته اړ کړي چي خپل کلي پرېږدي. ډېری خلک يا د پاکستان نورو ښارونو ته کډه سوي او يا يې د پولې هغې غاړي ته په افغانستان کي پناه اخيستې ده. دغه جبري بېځايه کېدل نه يوازي ټولنيز جوړښت زيانمنوي، بلکي د کلتوري او قبایلي پيوندونو کمزوري کېدل هم ورسره مل وي.
کوچېدلي خلک د سرپناه، کار او تعليم له سختو ستونزو سره مخ دي. ماشومان يې له ښوونځيو پاتې کېږي او کورنۍ يې د مرستو په تمه ژوند تېروي. دا بهير که دوام وکړي، نو د قبایلي سيمو انساني پانګه به په بشپړه توګه له منځه ولاړه سي.
پایله

په قبایلي سيمو کي د ښوونځيو ورانول يوازي د خښتو او سمنټو ړنګول نه دي، بلکې د راتلونکي نسل د هيلو او ارمانونو ورانول دي. تعليم د هرې ټولنې د پرمختګ بنسټ دی. که دا بنسټ قصداً کمزوری کېږي، پايله يې اوږدمهاله بې‌ثباتي، فقر او تاوتريخوالی وي.
که د سيمي د خلکو اواز وا نه ورېدل سي او تعليمي بنسټونه خوندي نه سي، نو قبایلي سيمې به لا نوري هم ژوري تيارو ته ټېل وهل کېږي — هغه تياري چي تاوان به يې يوازي يوې سيمي ته نه، بلکي ټولي منطقې ته ورسېږي