په لبنان کي د ارتباطي وسیلو د چاودنو په دوهمه څپه کي لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل سوي دي

د لبنان د روغتیا وزارت تېر ماښام ویلي چي د چاودنو په دوهمه څپه کي ۴۵۰ کسان ټپيان سوي هم دي.

تر پرونیو چاودنو ۲۴ ساعته مخکي، د سه ‌شنبې په ورځ د پیجرونو یا پیغام لېږدونکو درې زره وسیلو د چاودنو له کبله ۱۲ تنه ووژل سول او ۲۸۰۰ نور ټپيان سول.

رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې په حواله لیکلي، دا ځل پیجر نه، بلکي یو ډول (لاسي، بې سیمه وسیلې) چاودلي چي له پیجرونو سره یې توپیر درلود.

د حزب‌الله ډلي، چي د اسراییل د څارني له بيري پیجر او نوري ارتباطي وسیلې کاروي او دغه راز د ایران حکومت د چاودنو پړه پر اسراییل اچولې ده.

بل خوا سپیني ماڼۍ په لبنان کي په دوو پرلپسې ورځو کي له چاودنو وروسته په منځني ختیځ کي ټولو دخيلو غاړو ته د شخړي د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *