په لبنان کي د اسرائیلو په بریدونو کي لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د لبنان د روغتیا وزیر فراس الابیض وایي، د جمعې په ورځ پر سوېلي څنډه د اسرائیلو بمبارۍ کي د درېیو کوچنیانو او اوو ښځو په ګډون د وژل سویو کسانو شمېر ۳۱ ته رسېدلی.
الابیض وايي لا هم ۲۳ کسان د هغو ودانیو تر کنډوالو لاندي دي چي اسرائیلو بمبار کړي دي.
نوموړی وايي، پر سوېلي څنډه د اسرائیلو برید کي ۶۸ کسان نور ټپیان سوي دي.
د لبنان حزب الله غورځنګ منلې چي د اسرائیلو د پرون ورځي په بریدونو کېي یې یو جګپوړی قوماندان ‘ابراهیم عقیل’ وژل سوی دی.
حزب‌الله د بېروت پر سوېلي برخه د تېري جمعې په ورځ د اسرائیلو برید کي د حزب‌الله د رضوان ځواکونو د پوځي عملیاتو د مشر قومندان احمد محمود وهبي وژل کېدل هم تایید کړي دي.
بل خوا د غزې په بېلابېلو سیمو کي د اسراییلي ځواکونو د ټانک او هوايي بریدونو پرمهال لږترلږه ۲۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *