په لبنان کي نن د خبریالانو پر یوه مرکز د بمبارۍ په ترڅ کي د رسنیو درې کارکوونکي وژل سوي دي

د لبنان دولتي اژانس خبر ورکړی چي، د هیواد په جنوب کي یې نن د خبریالانو پر یوه مرکز د بمبارۍ په ترڅ کي د رسنیو درې کارکوونکي وژل سوي دي.
په بیروت کي مېشت المیادین تلوېزیون ویلي، په وژل سویو کي دوه تنه د دوی همکاران دي.
المنار تلوېزیون بیا د حاصبیا په سیمه کي د خپل یوه کمره‌مېن د وژلو خبر ورکړی، دا تلوېزیون د حزب‌‌الله ډلي دی.
اسراییلي ځواکونو تر دې بمبارۍ مخکي د سیمي خلکو ته خبرداری نه و ورکړی.