په لغمان کي د ترافيکي پېښي له امله ۶ کسان وژل سوي

د لغمان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يکشنبې په ورځ سهار مهال د دغه ولايت په قرغه یي ولسوالۍ کي موټر د تېز رفتار له امله د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ، چي وروسته ئې اور اخيستی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي د يوې ښځي او کوچني په ګډون شپږ تنه سوځېدلي او وژل سوي دي او دوه تنه نور ټپيان سوي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.