په لغمان کي د ترافیکي پيښي له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چارواکي وایي، د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کي پرون د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳ تنه وژل سوي او ۱۰ نور ټپیان سوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالنور رسولي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو وایي، کېدای سي پېښه د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته سوې وي.
څو اوونۍ مخکي د کابینې په غونډه کي د ترافیکي پیښو د مخنیوي طرحه وړاندي سوې وه چي وزیرانو تایید او د عملي کېدو پرېکړه یې کړې وه خو تر اوسه د دې طرحي ډېر جزیات او د عملي کېدو په اړه یې معلومات نه دي ورکول سوي.
په دې وروستیو کي په افغانستان کي د ترافیکي پيښو کچه لوړه سوې او نږدې په هرو دوو ورځو کي یوه پېښه رامنځ ته کیږي چي له امله یې مرګ ژوبله اوړي.