د لغمان د مرکز مهترلام ښار د زيارت په سيمه کښي د تالندي د لوېدو له امله يو ۱۷ کلن ځوان وژل سوی او دوه تنه نور زخميان سوي دي.
د لغمان د طبیعي پیښو په وړاندي د مبارزې رئيس خيرمحمد غازي وايي، چي دغه پېښه د سه شنبې په ورځ ماذيګر مهال د باران پر مهال سوې ده.
د هغه په خبره، چي په پېښه کښي د یوه زخمي سوي کس روغتيايي حالت نازک دئ.