په لندن کي د افغانستان سفارت نن د جمعې په ورځ وتړل سو

په لندن کي د افغانستان سفارت د جمعې په ورځ وروسته له هغه وتړل سو چي اسلامي امارت د جمهوریت د دورې له یو شمېر سفارتونو سره اړیکي پرې کړې او په بریتانیا کي یې د سفارت کارکوونکي له دندو لیري کړل.

د فرانس پرس د راپور په اساس، د سفارت د قونسلي چارو د دفتر پر دوازه باندي لګېدلي اعلان کي لیکل سوي چي “د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت تړلی دی.”

د فرانس پرس خبریال وايي، په دروازه کي چا ځواب نه دی ورکړی خو د افغانستان بیرغ لا هم پر ودانۍ باندي ځوړند دی.

په بریتانیا کي افغان سفیر زلمي رسول د دې میاشتي په پیل کي په ټولنیزو رسنیو کي اعلان وکړ چي د کوربه هیواد د رسمي غوښتني پراساس” به سفارت د سپتمبر په ۲۷مه وتړل سي.

تر اوسه معلومه نه ده چي په بریتانیا کي به یو نوي افغان سفیر ته اعتبار ورکړل سي او که نه.

خو د متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې په څېر، لندن مني چي د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره د اغېزمن تعامل پرته بله چاره نسته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *