په لوګر ولايت کي يو ځوان ځان وژنه کړې

د لوګر څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په مرکز پښتون اباد سيمه کي يو ځوان ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان خورشيد نومېږي.
د‌ دغه ځوان د ځان وژني علت څرګند نه دئ؛ خو د ط..البانو د بيا واکمنۍ راهيسي زياتي پېښي د بېکارۍ او غريبۍ له امله ثبت سوي دي.
بلخوا بيا ط..البانو ويلي، چي دغه ځوان د رواني ناروغۍ له امله ځان وژنه کړې ده.