د ط..البانو د عامي روغتيا وزارت څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په لوګر ولايت کي د ګرځندو روغتيايي ټيمونو په مرسته د سترګو د ناروغانو وړيا درملنه شروع کوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه درملنه به د رواني اسد میاشتي پر ۱۱مه پیل او تر ۲۳مي نېټې پوري به دوام وکړي چي، شاوخوا پنځه زره او ۶۵۰ کسان به ځني برخمن سي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه وړيا درملنه کي ۲۰۰ کسانو ته د سترګو د کترکت د پردو عملیاتونه، د ۴۵۰ جوړو عینکو وېشل او پنځه زره تنو ته د سترګو درملنه او مشورې ورکول په کښي شامل دي.