په لوګر کي د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر د بدني روزني او ورزش امریت مسوولین وایي، چي د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کي د ولایت په کچه د ۳۸ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت د بدني روزني او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعمزی وايي، دغه سیالۍ چي دوې اوونۍ یې دوام وکړ، د لوګر له مرکز او ولسوالیو څخه ۳۸ غوره لوبډلو او لسګونه لوبغاړو پکښي ګډون کړی وو.
ده زیاته کړه، د سویو سیالیو پای‌لوبي ته د لوګر اتلانو او تنګي سټار لوبډلو لاره پيدا کړې وه چي لوګر اتلانو والیبال لوبډلي وکولای سول خپلي سیالي لوبډلي ته ۱/۳ ماته ورکړي او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
له دې وړاندي هم په لوګر کي د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د «اختریز جام» په نوم دوالیبال سیالۍ جوړي سوي وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *