په لوګر کي د ۹ کاریزونو د بیارغوني چاري پيل سوې

د لوګر محلي چارواکي وایي چي د یونېسکو نړیوال سازمان په همکاري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، محمداغې او بره‌کي برک ولسوالیو کي د ۹ کاریزونو د بیارغوني چاري پيل سوې.

د دغه ولایت د سېندیزي حوزې ریاست ریيس ملا محمداسماعیل اخندازه ویلي، دغه کارېزونه د یونېسکو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د راتلوونکو شپږو میاشتو په ترڅ کي بیارغول کیږي چي له پرانېستي سره سم به یې ۱۲ سوه جریبه کرنیزه مځکه خړوبه سي.

ده وویل، په یادو پروژو کي به سلګونه کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره سي.

بل‌خوا د لوګر اوسېدونکي وايي، خوښ دي چي د لومړي ځل لپاره د یونیسکو نړیوال سازمان له لوري په دغه ولایت کي د اوبو کاریزونو د بیارغوني چاري پيل سوې.

تېره میاشت هم د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني نړیوال سازمان له لوري په مرکز پل علم او محمداغې ولسوالۍ کي د درې لویو کانالونو د بیارغوني چاري پيل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *