د لوګر ولايت څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د ازرې ولسوالۍ په معروف کلي کي يوې محصلي نجلۍ چي د ط..البانو د يوه محلي قوماندان سره ئې واده کړی و ځان ئې ويشتلی او وژل سوې ده.
د سرچينې د معلوماتو د مخي دغي ځواني نجلۍ د ط..البانو د دغه قوماندان سره شل ورځي وړاندي واده کړی و، چي د کورني تاوتریخوالي او ظلمونو د وجهې ئې ځان وژنه کړې.
د لوګر ولايت ط..البانو د دغي نجلۍ د ځان وژني اړوند تر اوسه پوري معلومات نه دي خپاره کړي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بياواکمنۍ سره سم په افغانستان کي د کم عمره نجونو د ودونو پېښي زياتي سوي.