په لوګر کي یوې ښځي او یوې پېغلي ځانوژني کړي دي

د لوګر د امنیې قومانداني مسوولینو ویلي، چي د دې ولایت په مرکز کي یوې ښځي او یوې پېغلي په دغه ولایت کي ځانوژني کړي دي

د لوګر د امنیې قوماندانۍ مسوولینو په وینا، دا پېښه پرون شپه ناوخته د لوګر د مرکز «پل‌علم» ښار اړوند د «خلیفه‌ » په سیمه کي رامنځته سوې ده.

د لوګر د امنیې قومانداني ویاند «احمدالله انس» ویلي، دغه ښځي او نجلۍ د کورنیو ستونزو له امله زهر خوړلي او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

نوموړي همداراز ویلي د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندي د مبارزې څانګي د پېښي په اړه څېړني پیل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *