د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په لکي مروت سيمه کي د سې شنبې په ورځ د سړک غاړي په ماين چاودنه کي ۶ پاکستاني عسکر ټپيان سوي دي.
د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي،چي دغه چاودنه پر داسي مهال سوې، چي د يادي سيمي څخه پاکستاني عسکر د تېرېدو په حال کي وه.
د دغه بريد مسؤليت د تحريک ط..البان پاکستان وسلوالي ډلي منلی دئ. تر اوسه د پاکستان حکومت د دغې پېښي اړوند څه نه دي ويلي.