په مالیزیا کي د دوو هلیکوپټرو د ټکر له امله ۱۰ تنه وژل سوي

د مالیزیا د اور وژني او ژغورني اداره وايي، چي دغو دوو پوځي هلیکوپترو په هوا کي د روزنیزو تمریناتو پر مهال ټکر کړی او مړه سوي کسان یې د عملې غړي دي.
مسوولین وایي، د مالیزیا لوموت ښار ته څېرمه دغو الوتکو د راتلونکي میاشتي د سمندري ځواکونو ملي ورځي ته د تیاري لپاره تمرینات کول.
تېره میاشت بیا د کینیا په پلازمینه نیروبي کي د یوې الوتکي زده کوونکی پیلوټ او د هغه ښوونکی هغه مهال ووژل شول چي الوتکه یې د بلي مسافر وړونکي الوتکي سره په هوا کي ټکر سوه.
په هوا کي د الوتکو د ټکر پیښي عامي نه دي او لامل یې زیاتره وخت د پیلوټانو غفلت او د مهارت کموالی ښوول سوی دی.