د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلي په روانو درې اړخیزو سیالیو کي پایلوبي ته لار پيدا کړې ده

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وایي، افغان لوبډله به په پایلوبه کي وي، او تر پایلوبي مخکي یې یوه لوبه د یکشنبې په ورځ له اماراتو سره ده.

افغانستان له پاکستان او متحده اماراتو یوه یوه لوبه ګټلې، خو خپله وروستۍ لوبه یې پاکستان ته بایللې ده.

پایلوبه د رارواني سې شنبې په ورځ کېږي.

کرکټ بورډ وايي، دغه درې اړخیزي سیالۍ د ۱۹ کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو د چمتووالي په موخه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *