په مسکو کي د اتومي کوپړیو د لیږدوونکو توغندیو د قطعې د تیاري تمرینونه ترسره سوي دي

خبري رسنیو د روسیې د دفاع وزارت په حواله ویلي چي د مسکو په شمال لویدیځ کي د اتومي کوپړیو د لیږدوونکو توغندیو د قطعې د تیاري تمرینونه ترسره سوي دي.
د “یارس” په نوم دا بین القاروي توغندي ۱۱۰۰۰ کیلومتره لیري هدف ویشتلای سي.
روسیې په روان کال کي ګڼي اتومي ازمویني کړي چي د شنونکو په باور، موخه یې د اوکراین د جګړې په چارو کي د لویدیځ د ډیري مداخلې مخنیوی دی.
روسیې وروستی تمرین په داسي حال کي کړی چي د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو په همدې اونۍ کي خپل کلني اتومي تمرینونه ترسره کړل او د اکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د خپل بري پلان اعلان کړ.
د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د دغه هیواد د دفاع وزارت له قوله ویلي چي په وروستيو تمریناتو کي، تیاری ښودل سوی چي د یارس توغندي څنګه ۱۰۰ کیلومتره لیري په داسي مخفي ډول ولیږدول سي چي د دښمن له خوا کشف نه سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *