په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق ويلي چي د ط..البانو په نظام کي اداري فساد

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق ويلي چي د ط..البانو په نظام کي اداري فساد، قومي تعصب او تبعيض ورځ تر بلي زياتېږي.
هغه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي ط..البان هڅه کوي په خلګو کي بېره خپره کړي او د زور د لاري خپل واک چلوي.
نصير احمد فايق دغه څرګندوني په نورستان ولايت کي د هغه ط..البانو د ډله ييزي استعفا چي د ط..البانو په نظام کي د فساد له امله ئې استعفا ورکړې وو وروسته کړي دي.

هغه ويلي چي افغانستان کي خلګ د لوږي سره مخ دي، بشري مرستي کمي سوي، ځوانان بېکاره دي او تازه راغلي افغان کډوالو مرستو ته اړتيا لري؛ خو ط..البانو دا هرڅه هير کړي او يوازي د خپل واک ساتلو کوښښ کوي.