په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په کابل کي د معتادينو پر روغتيايي مرکز د پاکستان

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په کابل کي د معتادينو پر روغتيايي مرکز د پاکستان وروستی برید او مرګ ژوبله جنګي جنايت بللی او په دې اړه ئې د شفافو څېړنو غوښتنه کړې ده.
هغه ويلي چي د ولسي خلګو پر کورونو او روغتيايي مرکزونو برید کول د نړۍوالو قوانینو څخه په ښکاره ډول سرغړونه ده او ستر جنګي جنايت بلل کېږي.
هغه د يادو بريدونو د درېدو غوښتنه کړې.