د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چي په ملګرو ملتونو کي د دې هیواد استازې عالیه احمد بن سیف آل ثانی د ملګرو ملتونو له مرستیالي د روزمري دیکارلو سره د دوحې د څلورمي غونډي د ترسره کولو په اړه خبري کړي دي.
د بیان له مخي، دواړو چارواکو د درېیمي دوحي غونډي د «مثبتو پرمختګونو» د کارولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د دوحې درېیمه غونډه د روان کال په سرطان میاشت کي د ملګرو ملتونو د مرستیالي روزمري دیکارلو تر مشرۍ لاندي په قطر کي ترسره سوه، چي د اسلامي امارت استازو هم پکښي ګډون کړی وو.
په دې غونډه کي د دوحې د دوهم کنفرانس په شان ښځي، مدني ټولنه، او د طالبانو سیاسي مخالفانو ګډون نه درلود.
روزمري دیکارلو ویلي چي دا تعامل اسلامي امارت ته رسمیت نه ورکوي، بلکي د خلکو حقونو ته د پام اړتیا څرګندوي، چي ښځي یې مهمه برخه دي.