د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د شنبې په ورځ د دغه هيواد د بلوچستان ايالت په منګچر سيمه کي د سړک د غاړي د ماين په چاودنه کي ۲ پاکستاني عسکر وژل سوي او ۳ نور ټپيان سوي دي.
د پاکستان دولت دغه پېښه منلې خو په اړه ئې نور جزئيات نه دي خپاره کړي.
بايد وويل سي، چي د دغه بريد مسؤليت تر اوسه پوري کومي ډلي په غاړه نه دئ اخيستی.