د باختر آژانس د خبر له مخي د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله یوه ۱۱ کلنه کوچنۍ انجلۍ وژل سوې او څلور نور کوچنيان زخيمان سوي دي.
ياده پېښه هغه مهال رامنځته سوې، کله چي د غه کوچني زده کوونکي له ښوونځي څخه خپلو کورونو ته روان ول.
د ياد ولايت د طالبانو د مسؤلينو په خبره چاودنه د تېرو جګړو پاته سوو ناچاوده توکو له امله رامنځته سوې ده.
هيره دي نه وي چي اوس مهال په افغانستان کي د ماین پاکولو اووه نړۍوالي او کورنۍ ادارې د ماینونو او ناچاوده توکو په راټولو او شنډولو بوختې دي؛ خو لا هم ماینونه او ناچاوده توکي د افغانستان په هره برخه کې هغه پټ ګواښونه دي، چي د دغه هېواد خلک ورسره مخ دي.