په نایجریا کي د وسله والو په بریدونو کي لږ تر لږه ۸۱ تنه وژل سوي

په نایجریا کي چارواکو ویلي، چي د دې هیواد په شمال ختیځ کي د یوبي په الایت کي د وسله والو په بریدونو کي چي ګمان کیږي د بوکو حرام ډلي غړي به وه، لږ تر لږه ۸۱ تنه وژل سوي او ګڼ شمیر نور ورک سوي دي.
د یوبي ایالت د پولیسو ویاند ویلي چي د بوکو حرام شاوخوا ۱۵۰ مشکوکو وسله والو چي په موټر سایکلو سپاره وه او په ټوپکو او آر پي جي توغندیو سمبال وه، د مافا پر کلي برید کړی.
هغه زیاته کړه چي وسله والو د خلکو کورونو او دکانونو ته اور اچولی او لا هم د وژل سویو او ټپي سویو کسانو دقیق شمیر نه دی معلوم.
د پولیسو دې چارواکي ویلي، چي څه موده وړاندي د همدې کلیو څارګرو د بوکو حرام دوه تنه وژلي وه او ښایي چي د همدې کسانو د غچ اخیستو په خاطر یې دا برید کړی وي.
بوکو حرام او نوري جهادي ډلي د شاخواو ۱۵ کالونو راهیسي د نایجریا په شمالي برخو کي د حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوي.