په نایجیریا کي د تیلو په یوه ټانکر کي د چاودني له امله لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل سوي

د یکشنبې په ورځ د نایجیریا په شمال کي د تیلو په یوه ټانکر کي د چاودني له امله لږ تر لږه ۴۸ کسان ووژل سول
د رویټرز په وینا، د نایجر په شمال کي د نایجیریا د بحران مدیریت ادارې اعلان کړی چي د تېلو یو ټانکر د مسافر وړونکي موټر سره ټکر کړی.
په پېښه کي څو نورو موټرو ته هم اور غځېدلى دی.
د دغه ادارې ویاند د تلفاتو شمېر ۴۸ تنه اعلان کړى دى.
د نایجیریا د تېلو دولتي شرکت تیره اونۍ د تېلو بیه لږترلږه ٣٩ سلنه لوړه کړه، دا په یوه کال کي دوهم لوی زیاتوالی دی.