په ننګرهار ولایت کي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کورونو د نړېدو په پېښو کي ۶ کسان وژل سوي او ۷ نور ټپیان دي

په ننګرهار ولایت کي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کورونو د نړېدو په پېښو کي ۶ کسان وژل سوي او ۷ نور ټپیان دي.
د ننګرهار ولايت د ط..البانو د رسنیو دفتر ویلي، دا پېښي د پچیر اګام، خوګیاڼي او سپین‌غر ولسوالیو کي رامنځ ته سوي دي.
د معلوماتو له مخي، تېره شپه شاوخوا دوې بجې د پچیر اګام ولسوالۍ د موسی‌خېلو په سیمه کي د یوه کور خونه نړېدلې، چي له امله ئې درې ماشومان وژل سوي او درې نور کسان ټپیان دي.

همداراز، د خوګیاڼي ولسوالۍ د احمدخېلو په سیمه کي هم د یوې خوني چت نړېدلی، چي په کښي درې ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او یوه کوچنۍ نجلۍ ټپي سوې ده.
دغه راز په سپین‌غر ولسوالۍ کي هم د یوه کور خونه نړېدلې چي درې تنه په کښي ټپیان سوي دي.