په ننګرهار کي د دوو کورنيو ترمنځ په شخړه کي اته کسان ټپيان سوي دي

د ننګرهار څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د جمعې په ورځ د دغه ولايت په بهسودو ولسوالۍ کي د دوو کورنيو ترمنځ شخړي اته کسان ټپيان کړي دي.
ځايي خلګ وايي يادو دواړو ډلو د وسلو څخه استفاده کړې او پر مهال ئې دغه مرګ ژوبله اړولې ده.
د ځايي خلګو په وينا که ط..البان او قومي مشران دغه مسئله حل نه کړي د دې احتمال سته چي بيا دواړه لوري جګړه وکړي.
بايد وويل سي، چي د دغي شخړي د رامنځ ته کېدو اصلي لامل تر اوسه پوري روښانه نه دئ.