په ننګرهار کي د راکټ د مرمۍ د چاودني له امله يو کوچنی وژل سوی

د ننګرهار څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته د سې شنبې په ورځ ويلي، چي د دغه ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ د راکټ د زړې مرمۍ د چاودني له امله يو کوچنی وژل سوی او دوه نور ټپيان سوي دي.
د سرچينې په حواله چي دغه د راکټ مرمۍ يادو کوچنيانو پيدا کړې او لوبي ئې په کولې چي چاودنه یې ورباندي کړې ده.
بايد وويل سي، چي په همدې ورځ په غزني ولايت کي هم پر يو ځوان باندي لاسي بم چاودلی او وژل سوی و.