په ننګرهار کي د سېلابونو له امله دوه کوچنيان وژل سوي


د ننګرهار د ط..البانو تر ادارې لاندي د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دې ولايت کي د تېزو بارانونو او سېلابونو له امله دوه کوچنيان وژل سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دا سېلابونه د دې ولایت د گوشتې، لعل پور، نازیانو، مومندرې او شیوه ولسوالیو کي راوتلي دي.
د خبرپاڼي په حواله د يادو سېلابونو له امله د يادو سيمو خلګو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي. د ط..البانو د رسمي ارقامو د مخي په دې سېلابونو کي شاوخوا پنځه زره جریبه کرنیزه ځمکه او ۲۸۰ کورونه هم ویجاړ سوي دي