د یاد شرکت ویاند سید همایون غریبمل په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چي د دې ولایت له زیتونو څخه په زیتونوفابریکه کي نن د زيتون اچارو چمتو کېدل او له تېلو یې د بوتلو د ډکولو پروسه پیل سوه.
غریبمل زیاته کړه، چي سږکال به شاوخوا ۳۰ ټنه اچار او نږدې ۱۳۰ زره ليتره سوچه او خالص زيتون تېل ترلاسه بازار ته وړاندي کړي.
د ننګرهار د زیتونو د پروسس فابریکه چي نږدې څلور لسیزي وړاندي پر اوه ویشت هکتاره مځکه جوړه سوې د اته زره ټنه زیتونو د پروسس وړتیا لري.
د زیتونو په دغه فابریکه کي یو مهال زرګونه تنه په کار بوخت وو خو د تیرو څو لسیزو جګړو له امله نه یوازي دا چي په ننګرهار کي د زیتونو باغونو ته زیان ورسیدی بلکي د فابریکې ځیني برخي هم ویجاړې او له کاره ولویدې.