په ننګرهار کي شدیدو بارانونو او توپان ۳۵ کسان مړه او له ۲۳۰ ډېر نور ټپیان کړي دي

چارواکي وایي، د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد په ګډون شدیدو بارانونو او توپان ۳۵ کسان مړه کړي او تر ۲۳۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.
د چارواکو په وینا، تېره ورځ له غرمې وروسته شدید باران چي سخت باد هم ورسره وو، د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کي خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.
ویل کیږي چي تر اوسه د مړو شمېر ۳۵ او د ټپیانو شمېر ۲۳۰ ته رسېدلی دی خو امکان سته چي دا شمېر زیات سي.
د باران او باد له امله مالي زیانونه هم اوښتي او په ځینو سیمو کي د مخابراتي شبکو انتنونه هم چپه سوي چي له امله يې مخابراتي خدمتونه په ټپه درېدلي دي.
له دې وړاندي نن سهار په کونړ کي شدید باران او سېلابونو د یوې ښځي او دوه کوچنیانو په ګډون پنځه تنه مړه کړي او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي وه.