په ننګرهار کي نامعلومو کسانو يو کوچنی هلک وژلی، سترګي او پښتورګي ئې ورڅخه کښلي دي

د ننګرهار څخه ځايي خلګو د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي، چي د دغه ولايت په بهسودو ولسوالۍ کي څو ورځي وړاندي نامعلومو کسانو يو کوچني هلک غلا کړی و، چي تر ورکېدو څو ورځي وروسته ئې جسد دبهسودو ولسوالۍ د ودانۍ څنګ ته په ځمکه کي غورځول سوی و، چي ځايي خلګو پيدا کړی وو.
د سرچينې د معلوماتو د‌مخي چي نامعلومو کسانو د دغه کوچنی څخه سترګي او پښتورګي کښلي او وژلی ئې و.
ط..البانو د دغه وژل سوي کوچني په اړه تر اوسه پوري په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم په افغانستان کي مرموزي وژني، وسله والي غلاوي او د انسان تښتووني پېښي خورا زياتي سوي دي.