د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کي د يوې ناچاودي مرمۍ د چاودني له امله يوه ۴۵ کلنه ميرمن وژل سوې او د هغې سره اته کلن زوی ئې ټپي سوی دئ.
د سرچيني د معلوماتو له مخي چي دغه ميرمني او زوی ئې په ياده سيمه کي څاروۍ څرولې چي دغه مرمۍ ورباندي چاودلې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخي چي دغه پېښه د شنبې په ورځ رامنځ ته سوې ده. د ياد ولايت د ط..البانو امنتي مسؤلينو ويلي دي، چي دغه مرمۍ د تېرو جګړو څخه په ياده سيمه کي پاته سوې وه، چي پر دغه ميرمن او د هغې پر زوی باندي ئې چاودنه کړې وه.