د ننګرهار څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په شينوارو ولسوالۍ کي ۷۰ کلن سپين ږيري د غريبۍ له امله ځان وژنه کړې ده.
بلخوا بيا د دغه ولايت ط..البانو ياده پېښه منلې ده او ويلي ئې دي چي دغه سپين ږيري عصبي ناروغي درلودل ځکه ئې ځان وژنه کړې ده.
باید وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم په ځوانانو کي د اقتصادي ستونزو او غريبۍ له امله د ځان وژني ګراف لوړ سوی.