په ننګرهار کښي د لفظي شخړي له امله زوی خپل پلار وژلی

د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د‌ يکشنبې په ورځ مازيګر مهال د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کښي د لفظي شخړي له امله زوی خپل پلار ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي چي دغه وژل سوی کس حاجي فريد نومېږي او د خپل زوی سره ئې د موټر پر سر لفظي شخړه رامنځ ته سوې وه، چي د زوی له خوا وژل سوی دئ.
بايد وويل سي، چي د‌ دغې پېښي اړوند تراوسه پوري ط..البانو په رسمي ډول څه نه‌دي ويلي.