په ننګرهار کښي د يوې ناچاودي مرمۍ د چاودني له امله د‌يوې کورنۍ درو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار د ط..البانو د امنیې قومندانۍ وياند سيد طیب حماد رسنۍ ته ويلي دي، چي د‌ يکشنبې په ورځ د دغه ولايت د کامې ولسوالۍ په ميرزا خيلو کلي کښي د‌ تېرو جګړو څخه د پاته سوي مرمۍ د چاودني له امله د يوې کورنۍ درو ماشومانو ته مرک ژوبله اوښتې ده.
د هغه په خبره چي په دغه پېښه کښي يو ماشوم وژل سوی او د همدې ماشوم خور او ورور ټپيان سوي دي.
نوموړی وايي، چي په دغه مرمۍ يادو ماشومانو لوبي کولي چي چاودنه ئې کړې ده