په ننګرهار کښي د يوې ښوونځي زده کوونکو خپل د فراغت کالي د ښوونځي ادارې ته ورکړي، چي پر راتلونکو غريبو زده کوونکي يي تقسيم کړي

په ننګرهار کښي د‌ محمدي صاحبزاده ليسي زده کوونکو ۳۲۵ فارغ زده کوونکو پر کاليو باندي د لاسليک کولو د دود پر ځای خپل کالي د ښوونځي ادارې ته ورکړي دي.
د‌هغوی په وينا چي دغه کالي په لاسليکونو او رنګونو نه خرابي بلکي د راتلوونکو اړمنو او غريب فارغ زده کوونکو ته ئې ورکوي، چي د‌فراغت پر مهال ورڅخه استفاده وکړي.