په ننگرهار کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل سوې

د ننگرهار ولايت په ښيوې ولسوالۍ کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د ښيوې مرکزي لوبډلي په بريا پيل سوې.

مسوولین وایي، دغه سیالۍ چي دوې اوونۍ به دوام وکړي، په لومړۍ لوبه کي د ښيوې مرکزي لوبډلي خپلي سيالي بډيالۍ لوبډلي ته د ۳۸ منډو په توپير ماته ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *