په نورستان کي ترافیکي پيښي اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د نورستان ولایت په دواب ولسوالي کي د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کي ۲ تنه مړه او ۶ نور ټپیان سوي دي.
د سیمي اوسېدونکي وایي، چي د دواب ولسوالۍ په چټک چو سیمه کي یو ډاټسن موټر د سړک د خرابوالي له امله په یوه ژور ځای کي لوېدلی او پکښي ناستو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخي په دې پېښه کي دوه ماشومان مړه سوي او ۶ تنه نور ټيپان سوي دي.
د سړکونو او لارو خرابوالی د ترافیکي پيښو یو له عمده لاملونو څخه ګڼل کیږي چي اکثره وخت زیانونه رامنځ ته کوي.