په نورستان کي د غره د ښویدو په پېښه کي دوه کسان وژل سوي

د نورستان څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د چهارشنبې په ورځ د دغه ولايت په چتراس سيمه کي د غره ښويدني په پېښه کي دوه کسان وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.
د سرچينې په وينا چي د دغي پېښي قربانيان د نورستان- کنړ پر لاره په کار بوخت کاريګر وو.