په نورستان کي نامعلومو وسله والو دوه کسان وژلي

د نورستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د چهارشنبې په ورځ نامعلومو وسله والو په مندول ولسوالۍ کي دوه کسان ويشتلي او وژلي دي.
د‌ سرچينې د معلوماتو د مخي چي وژل سوي کسان عبدالوهاب او ګل الرحمن نومېدل.
د‌ سرچينې په حواله چي عبدالوهاب په نوم وژل سوی کس اصلي د کابل ولايت اوسېدونکی و او نورستان ولايت ته په ميلمستيا تللی و.
د دغو کسانو د وژلو اصلي لامل تراوسه پوري څرګند نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.