د نورستان ولایت څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي تېره شپه د دغه ولایت د دواب ولسوالۍ په یوه کلي کي د ځمکي پر سر د شخړي د امله یو کس خپل ورور ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو دمخي چي دا پېښه تېره شپه د دواب ولسوالۍ د ژونیا درې په باداري کلي کي سوې ده.
سرچينې زیاته کړې، چي دا شخړه د ځمکي د ويش پر سر رامنځ ته سوې ده.
په ورته وخت کي د ياد ولايت د ط..البانو امنيتي کسانو هم ياده پېښه منلي او په وينا ئې چي د دغي پېښي اړوند ئې څېړنه پيل کړې ده.