په نیپال کي د وروستیو سېلابونو او مځکي‌ښویېدني له امله د مړو شمېر ۱۹۵ ته ورسېدی او لږ تر لږه ۳۱ نور کسان ورک دي

د راپورونو له مخي دا سېلابونه پرون په ټول نیپال کي تر سخت اورښت وروسته راوتلي، او د مړیني ترڅنګ شاوخوا ۳۱ نور کسان ورک دي.
د رویټرز په راپور کي ویل سوي چي دغو سېلابونو د نیپالیانو ورځنی ژوند ګډ وډ کړی او ټول ښوونځي د دریو ورځو په موخه رخصت سوي دي.
ویل کېږي د مځکي ښوېدو له امله لویي لاري بندي سوي او د نورو سیمو سره د پلازمیني کټمنډو اړیکه پرې سوې ده.
په نیپال کي تر دې وړاندي هم خونړیو سېلابونو سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.
دا په داسي حال کي ده چي د نړۍ په ډېرو هیوادونو کي سږني مرګوني اورښتونه د اقلیمي بدلون پایلي بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *