په هرات ولایت کي له ۵۰ زرو څخه تر ۶۰ زرو پوري ښځي د زعفرانو په پروسس بوختي دي

د افغانستان د زعفرانو اتحادیې مرستیال، سید عبدالواحد سادات وايي چي په هرات ولایت کي له ۵۰ زرو څخه تر ۶۰ زرو پوري ښځي د زعفرانو په پروسس بوختي دي.

د افغانستان د زعفرانو د اتحادیې په وینا، په افغانستان کي د زعفرانو ۸۵ سلنه پروسس ښځي ترسره کوي.

راپورونه وايي چي ډیر شمېر نجونو چي پر زده کړو يې بندیز لګېدلی، د زغفرانو کرکیلي ته مخه کړې ده.

د زده کړو ترڅنګ له عامه ژوند او اقتصادي فرصتونو څخه محرومیت هم سبب سوی چي ډېري ښځي، د زعفران د پروسس کولو په څېر دندي پیل کړي.

په وروستیو کلونو کي په افغانستان کي د زعفرانو کرکېله زیاته سوې او اوس پر هرات سربېره په ګڼو نورو ولایتونو کي هم دود سوې ده.

سږ کال د بلجیم د خوند نړیوال انستیتیوت د افغانستان زعفران د نهم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو ښه زعفران وبلل.