په هرات کي د موی تای ټاکنیزي سیالۍ تر سره سوې

د هرات ولایت د بدني روزني او ورزش ریاست اړوند د موی تای فدراسیون له لوري د نویو ځوانانو، ځوانانو او ډېر عمر لرونکو په کټګورۍ کي د ۶۰ ورزش ‌کارانو ترمنځ د موی تای ټاکنیزي سیالۍ تر سره سوې.
د المپیک ملي کمېټه او سپورټ عمومي ریاست وايي، د یادو سیالیو په پایله کي د نویو ځوانانو له ډلي څخه ۱۳ ورزش ‌کاران، د ځوانانو له کټګورۍ څخه ۴ ورزش‌ کاران او د ډېر عمر لرونکو لوبغاړو له کټګورۍ څخه ۶ تنه ورزش ‌کاران د هرات د موی تای منتخبي لوبډلي ته وټاکل سول.
د مسوولینو په وینا، ټاکل سوي کسان به بیا د زونونو په کچه په سیالیو کي ګډون کوي.