په هرات کي د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت زلزله‌ځپلو ته ۲۸۸ کورونه جوړ او ورسپارل سوي دي

د هرات محلي مسوولین وايي چي په دغه ولایت کي د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت زلزله‌ځپلو ته ۲۸۸ کورونه جوړ او ورسپارلي دي.

د هرات والي وايي چي دغه کورونه د افغاني سرې میاشتي ټولني له لوري او په لګښت جوړ سوي دي.

د نوموړي په وینا، دغه کورونه د ګل‌ران ولسوالي په شکر‌اب، بندافضل او سنګ کوتل او درې نور کورونه بیا د زنده‌جان ولسوالي کي رغول سوي.

که څه هم دغه کورونه زلزله‌ځپلو ته سپارل سوي، خو د یوه کال په تېرېدو سره لا هم ګڼي کورنۍ په خېمو کي ژوند کوي.

له دې سربېره د تېر یوه کال په ترڅ کي د خپرو سویو راپورونو پربنسټ، د هرات په زلزله‌ځپلو سیمو کي ګڼو کورنیو ته کورونه جوړ او سپارل سوي او لاهم دغه چاره روانه ده.