په هرات کي د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې د چارو د بشپړېدو خبر ورکړل سوی

د هرات ولایت ځایي مسوولینو په دغه ولایت کي د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې د چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د ګذرې ولسوالۍ اړوند پل پښتون سیمه کي د ښاروالۍ ریاست په همکارۍ او د اویسن فارما کمپنۍ په مالي ملاتړ د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د تګ راتګ عمومي دروازه جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.

د یادونې وړ ده، چي په یاده پروژه کي د سیمي یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره سوې وه.