په هرات کي لسګونه په نشه يي توکو روږد کسان تر درملني وروسته آزاد سوه

په نشه یی توکو روږدو کسانو لپاره د څلور زره بستريز د خلاصون د کمپ مسوول وايي چي دغه کسان له درملنې وروسته د ډاکټرانو له خوا رخصت سوه

د هرات امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې مديريت د مسوولینو د معلوماتو له مخي، اوسمهال یواځې د روږدو کسانو د درملنې په کمپ کې شاوخوا څلور زره روږدي کسان تر درملني لاندي دي او د هغوی میاشتني لګښت چې شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانۍ کېږي، د ا…ا له لوري ورکول کېږي